د فراه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې ۴۴۱۶ ټنه عُناب تولید شوي، چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي. د فراه د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې د عُنابو میوه د تېر کال په پرتله له ښه حاصل او کیفیت سربېره ښه بازار هم لري. د د غه ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې د عُنابو د کښت ټولیزه ساحه په دې ولایت کې ۱۳۸۰ هکټاره ده او سږ کال يې حاصلات ۴۴۱۶ ټنو ته رسېږي. که څه هم د فراه عُناب ځانګړی مارکېټ نه لري خو د کرنې ریاست مسوولین وايي، هڅه روانه ده چې د مارکېټ تر څنګ د پروسس زمینه یې هم برابره شي. عُناب یوه خوندوره میوه ده او ښه بوی لري او سنتي طب کې هم زیات استعمالېږي.
































