د آلمان د بهرنیو چارو وزیره وايي، له افغانانو سره یې د هېواد پیوستون نه ماتیدونکی دی او آلمان په افغانستان کې د بشري حقونو دفاع ته دوام ورکوي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې انالینا بیربوک دغه موضوع په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازی ریچارد بینیټ سره په کتنه کې مطرح کړې ده. سرچینه زیاتوي، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر وضعیت او له افغانانو د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.
































