د میدان وردګو د عامې روغتيا رياست مسوولین په ولایتي روغتون کې د ساین نيل سېټ روغتیايي پروژې د پرانیستلو خبر ورکوي. په افغانستان کې د ساین نيل سېټ پروژې مسوول او د افغان طبي آلې جوړونکي پروفیسور اسماعيل وردګ وايي، چې هېواد کې ۱۵ زره د ماتو هډوکو ناروغان د ساین نېل سېټ روغتیايي پروژې د عملياتو په وسیله تداوي شوي دي. وردګ وویل، چې دغه پروژه د هېواد په ۲۰ روغتیايي مرکزونو کې فعاليت لري او پرون يي د میدان وردګو ولایت ترڅنګ په غزني ولايت کې هم پرانيستل کېږي. وردګ زیاته کړه، چې دغه افغاني طبي آله چې د زنګانه هډوکي په جوړېدو کې مرسته کوي اوس مهال له هېواد نه بهر په هندوستان، پاکستان، امریکا، او فلیپین هېوادونو کې ډاکټران ترې ګټه اخلي.
































