د چين ولسمشر شي جین پېنګ د برېکس هېوادونو د سرمشريزې په څنډه کې د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره کتلي دي. شي جين پينګ په برېکس سازمان کې د ايران د شاملېدو په مناسبت ابراهيم ریيسي ته مبارکي ویلې ده. نوموړي ویلي، چې چين هيله لري چې د برېکس په شمول څواړخيزو سازمانونو کې له ايران سره همکارۍ پياوړې کړي او د څواړخيزم د سالم او قوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي. ریيسي ویلي، ايران له چين څخه مننه کوي چې په برېکس سازمان کې د ايران د شاملېدو ملاتړ يې کړی. نوموړي د شي جين پينګ څخه مننه وکړه، چې د ايران او سعودي عربستان ترمنځ د خبرو اترو او پخلاينې په چارو کې يې مهم رول لوبولی. رییسي زياته کړې، چې ايران غواړي له چين سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د لا پياوړتيا او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.
































