یونسیف وايي چې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسین ورکولو څلور ورځنی کمپاین پرون پای ته ورسید او په ۶ نورو ولایتونو بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، فاریاب او اروزګان کې راتلونکې دوشنبه پیلیږي. په افغانستان کې د یونسیف ادارې د پولیو د مخنیوي پروګرام د ارتباطاتو مسوول سیدکمال شاه له میندو او پلرونو وغوښتل چې د کمپاین په هر پړاو کې خپل تر پنځو کلونو کشر ماشومان واکسین کړي. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې لا هم پولیو یا ګوزڼ پکې محوه شوی نه دی. سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۵ پېښې ثبت شوې چې ټولې په ننګرهار کې وې. دا پېښې د ننګرهار په بټي کوټ، کوټ، نازیان، بهسود او دور بابا ولسوالیو کې ثبت شوي دي.
































