یو شمېر ملاتړ کوونکو نړیوالو بنسټونو لېوالتیا ښودلې، چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي. د برېښنا شرکت وايي، له دې جملې د کاسا زر پروژه چې مالي لګښت یې د نړیوال بانک له لوري ورکول کېږي، اوسمهال یې د عملي کېدو لپاره دې بنسټ سره خبرې پیل کړې دي. په افغانستان کې له سیاسي تحول نه وروسته، د نړیوالو په مالي ملاتړ پلې کېدونکې پروژې نیمګړې پاتې شوې، خو اوس اوسمهال بیا ځينو نړیوالو بنسټونو لېوالتیا ښودلې چې خپلو نیمه کاره پروژو باندې کار پیلوي.
































