د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جورجیا د اتلانتا په فولټن زندان د ۲ لکه ډالرو د ضمانت په وثیقې ازاد شو. ټرمپ د تورونو د اورېدو لپاره زندان ته ورغلی و. هغه په هوایي ډګر کې خبریالانو ته ویلي، چې هېڅ غلط کار یې نه دی کړی او زیاته یې کړه چې د هغه حق دی د ټاکنو پایلې وننګوي. په جورجیا کې په ټرمپ باندې دعوه شوې چې د ټاکنو د پایلو د بدلون لپاره یې هڅه کړې ده. ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماند هم دی.
































