د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان ۵۵ سلنه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، اقتصادي بندیزونه په دغه هېواد کې ناوړه بشري وضعیت لا پسې ژوروي. دې کمېټې په افغانستان کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خپلو فعالیتونو په اړه په یوه راپور کې چې پرون خپور شو، که څه هم په افغانستان کې د اقتصادي بندیزونو څرنګوالی یې نه دی په داګه کړی، خو ویلې یې دي، چې په دې وضعیت کې په افغانستان کې د روغتیا او معیشت په برخو کې د میلیونو کسانو د ژغورنې لپاره به د یوې لارې چارې موندلو ته دوام ورکوي. د سره صليب نړيواله کمېټه په داسې حال کې په افغانستان کې د بشري کړکیچ د ژورېدو په اړه خبرداری ورکوي، چې په هېواد کې د اړمنو کسانو د ژوند حالت مخ په خرابېدو دی.
































