وروسته ترهغه چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د چندریان درې په نوم د هند یوه سپوږمکۍ د سپوږمۍ جنوب قطب کې په بریالیتوب راکښېوتله، دهلي وایي دغه ماموریت یې هلته د اوبو د نښونښانو موندلو پسې پیل کړی دی. د دې ترڅنګ هند لومړی هېواد شو، چې د سپوږمۍ جنوبي قطب ته سپوږمکۍ لېږي، چېرته چې د تل لپاره تیاره ده. تر هند وړاندې روسیې هم د سپوږمۍ دغې برخې ته د ورتګ هڅه کړې وه، خو څه موده وړاندې یې سپوږمکۍ د کېښوتلو پر وخت له سپوږمۍ سره وجنګېده او د مسکو دغه ماموریت یې ناکام کړ. د وروستیو معلوماتو له مخې؛ د هند دغې سپوږمکۍ د سپوږمۍ د جنوبي قطب لومړني انځورونه هم رالېږلي، چې په کې لیدل کېږي د څېړنو یوه ځانګړې اله د سپوږمکۍ له اصلي ماشین څخه د وتلو او پرسپوږمۍ د حرکت کولو په حال کې ده.
































