ټرمپ واک ته له رسېدو بیا تر دې دمه څه باندې ۲۰ زره دروغ ویلي او تېراېستونکې ژمنې یې کړې دي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ د واک له لومړۍ ورځې بیا تر دې دمه د نړیوالو او کورنیو مهمو مسایلو په اړه څه باندې شل زره دروغ ویلي او یا یې تېر اېیستونکې او د دروغو ژمنې کړې دي. هغه یوازې د کرونا ویروس د پراختیا اړوند ۱۲۰۰ دروغ ویلي او بې عمله ژمنې یې کړې دي. امریکایي رسنۍ وایي چې ټرمپ په دې ټوګه په اوسط ډول په ورځ کې ۲۷ ځله د امریکا او نړۍ د مسایلو په اړه دروغ ویلي دي. همدا راز ټرمپ د خپل واک په لومړیو سلو ورځو کې د مهمو مسایلو په تړاو د خلکو د تېر ایستلو لپاره ۴۹۲ دروغ ویلي دي. په دې توګه یې په لومړیو ورځو کې په اوسط ډول هره ورځ نږدې پنځه ژمنې د دروغو او تېر اېستونکې بلل شوې دي. ټرمپ په نړۍ کې هغه ولسمشر ګڼل کېږي چې د حقایقو له ارزولو پرته له خپلې کوټې د مهمو مسایلو په اړه له خپله ځان ټوېټ پیغامونه خپروي او امریکا ته یې درد سر جوړ کړی دی.
































