روسیې نن سهار وختي پر ماسکو د بې پیلوټه الوتکې د برید خبر ورکړ. د روسیې ټاس اژانس خبر ورکړی، چې د دې برید له امله د ماسکو په درېیو اصلي هوایي ډګرونو کې الوتنې د دوو ساعتونو په مخ ځنډول شوې وې. د ماسکو ښاروال سرګي سوبینین وایي، چې یوه ډرون الوتکه د ماسکو د ایترینسکي په فضا کې نسکوره شوه. دا سیمه د کرملین د لویدیځ په پنځوس کیلومترۍ کې پرته ده.
































