د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۱۵ تنه افغان کډوال راخوشې او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول. د تورخم د کډوالو چارو آمر د څرګندونو له مخې؛ يادو کسانو له يوې مياشتې څخه تر ۶ مياشتو پورې په زندانونو کې تېر کړي او له خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې ننګرهار ته راستانه شول. سرچينې زياته کړې، چې ياد کسان له ثبت او راجستر وروسته د مرستو د تر لاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.
































