د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې خپلې چارې له قطر څخه پرمخ بیایي وايي، چې د بایډن د ادارې د کار له پیل راهیسې د روان کال تر اګست میاشتې پورې افغانانو ته د کډوالۍ ۳۴ زره ځانګړې ویزې ورکړل شوې دي. د امریکا سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دا بهیر د امریکا کونسلي مامورینو په ټوله نړۍ کې ترسره کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې څه دپاسه ۱۵۲ زره افغانان چې په افغانستان کې یې له مېشتو امریکايي پوځیانو سره کار کړی و، امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې غوښتنه یې کړې ده. یو شمېر امریکايي قانون جوړونکو یوه طرحه وړاندیز کړې چې تر ۲۰۲۹ کال پورې امریکا ته د کډوالۍ ۲۰ زره ځانګړې ویزې د شرایطو وړ افغانانو ته په پام کې ونیول شي.
































