په بغلان کې د یوې ترافیکې پېښې له امله شپږ تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي. د بغلان د امنیې قومندانۍ د امنیت امر عبدالغیور خادم وايي، چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د اندراب ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یو موټر د چپه کېدو له امله شپږ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. د خادم په وینا دغه کسان د کندز ولایت د یوې کورنۍ غړي وو. د لویو لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، قوانینو او خوندیتوب ته نه پاملرنه او آڼ د نشې په حالت کې موټر چلول ځینې هغه څه دي چې په افغانستان کې یې خلک د ترافیکو پېښو او مرګ ژوبلې د ډېروالي ځینې لاملونه ګڼي.
































