د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون له ایرانه ۷۷۴ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت د یو ټویټ په خپرولو سره ویلي، چې یاد کډوال پرون د هرات ولایت د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. په دغه ټویټ کې د اسلام کلا د سرحدي امریت له قوله راغلي چې یادو بېرته راستنېدونکو کسانو کې ۶۲۲ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
































