د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په ننګرهار ولایت کې د ۲۳ بېلابېلو پروژو د پشړېدو او ګټې اخیستنې ته د سپارل کېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په ۱۲شوراګانو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او څارنې لاندې، د (یو ان اوو پي اس) ادارې په مالي مرسته او د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ۲۱میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۳ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ په یادو پروژو کې د ۱۰۶ کیلو متره کانال پاکول، د ۱۳ کیلومتره سړک، ۵۷ پلچکونو، ۲سربندونو، ۱۲۰ متره کانالونو او د یو کیلو مترو په اوږدوالي د استنادي دیوالونو جوړول شامل دي. سرچینې زیاته کړې، چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره د سیمو د اوسېدونکو نسبي ستونزې هوارې شوې دي.
































