په اوکراین کې د روزنیز ماموریت پر مهال د دوه الوتکو د ټکر له امله درې پیلوټان وژل شوي دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي پر خپله فیسبوک پاڼه په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې دا پېښه تېره ورځ د ژیتومیر سیمې پر فضا رامنځته شوې. د هغه په خبره په پېښه کې د اندري پیلشکوپ په نوم د دوی یو مهم افسر هم وژل شوی دی. نوموړي که څه هم په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی، خو ویلي یې دي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
































