د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر کابل ته له راغلي ازبکستاني پلاوي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې په برخه کې د اړیکو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د پانګوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي. د کرنې سرپرست وزیر ویلي، چې افغانستان او ازبکستان له یو بل څخه متاثر هېوادونه دي او د کرنې په برخه کې د یو بل د تجربو په شریکولو ټینګار وکړ. په دې لیدنه کې د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف له افغانستان سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی او زیاته کړې يې ده، چې هېواد يې له افغانستان سره د کرنې په ځانګړي ډول د اصلاح شویو غنمو او وریجو د کښت په برخه کې مرستې ته چمتو دی. د ازبکستان د اوبولګولو وزارت لومړي مرستیال عظیم جان نظروف هم ویلي، چې ازبکستان د قوش تېپې کانال د کارونو د پرمختګ او د افغانستان د خاورې په اړه د څېړنو په برخه کې مرستې ته چمتو دی.
































