د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه. له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې نوملړ کې حشمت الله شاهدي د لوبډل مشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډل مشر، رحمان الله ګربز او اکرام علي خیل د ویکټ ساتوونکو، ریاض حسن، ابراهیم ځدران، محمد نبي عیسی خیل، نور احمد لکڼوال، راشد خان، عبدالرحمن او یو شمېر نور لوبغاړي اخېستل شوي دي. کریم جنت، سلیمان ساپی او شرف الدین اشرف بیا د هغو لوبغاړو په توګه ور اضافه شوي چې له پاکستان سره په لوبو کې نه وو اخیستل شوي. دغه راز نجیب الله زدران چې له پاکستان سره په لوبو کې ټپي شوی و، بېرته لوبډلې ته ور اضافه شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره په سیالیو کې ګڼ شمېر هېوادوالو د افغان لوبډلې پر لوبډل مشر د ناسمو پرېکړو او لوبې له کبله نیوکې کړې وې.
































