د آغاخان فرهنګي بنسټ په غزني کې د باباجي تاریخي جومات د بیارغونې سروې ترسره کړه. غزني ته د آغاخان فرهنګي بنسټ د پلاوي مشر انجینر فضل کریم احمدي ویلي، چې یاد بنسټ غواړي سږ کال د باباجي تاریخي جومات د بیا رغونې لپاره لومړني استحکام بندي ترسره کړي، تر څو د اساسي رغونې مودې لپاره یې د نړېدو مخنیوی وشي. نوموړي زیاتوي چې د دوی پلاوی همداشان د دغه تاریخي جومات سروې، برآورد او اسناد سازي کوي، تر څو په راتلوونکي کال کې د یاد جومات د اساسي رغوني لپاره د یاد بنسټ له لوري کړني ترسره شي. په غزني کې د فرهنګپالو په وینا باباجي تاریخي جومات په دغه ولایت کې د مسلمانانو لومړنی جومات یادېږي او داسي ویل کېږي چې دغه جومات د صحابه کرامو په وخت کې جوړ شوی دی.
































