د بلخ ولایت د کلالۍ صنعت کاران د دغه صنعت د ودې په برخه کې د سرپرست حکومت له بې غورۍ شکایت کوي او وايي، چې دغه صنعت د ځوړ په حال کې دی. صنعت کاران وايي، چې د ورته بهرنیو توکو له امله د دوی بازار کمرنګه شوی او په وروستیو کلونو کې یې تولید یوازې، د ګلدانیو تر جوړېدو پورې محدود شوی. په ورته وخت کې د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي په هېواد کې، د کلالۍ صنعت د ودې او بازار موندنې په برخه کې د هلو ځلو خبره کوي او هڅه کوي، چې د دې صنعت د ودې لپاره د پلور زمینه برابره کړي. د کلالۍ صنعت د هېواد له مهمو صنعتونو څخه دی، چې لرغونی تاریخ لري او په ټول هېواد کې یې مینوال زیات دي.
































