جنرال دوستم ته په ځانګړو مراسمو کې په رسمي توګه د ولسمشر په فرمان د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه. په دغه مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تر څنګ د ولسمشر غني ددفتر رییس هم ګډون کړی و.
همدا راز د جوزجان ولایت سلګونه اوسېدونکي هم دغه مراسمو ته راغلي وو او دوستم ته یې د مارشالۍ رتبې مبارکي ورکړه. په دغه مراسمو کې د ولسمشر ددفتر رییس احمد شاکر ګارګر د ولسمشر فرمان ولوست او و یې ویل چې مارشال دوستم د هېواد د مهمو سیاسي مسایلو په حل کې هڅه کړې ده چې له همدې امله د مارشالۍ رتبه ورکوي.
بلخوا د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم دې مراسمو ته د وینا پر مهال وویل چې مارشال دوستم د هېواد په بېلو سیاسي مسایلو کې رغنده رول لوبولی دی او دی ددې رتبې مبارکي ورته وایي.
هغه پر ټولو سیاسي ګوندونو او څېرو غږ کړی چې هېواد په دې سختو شرایطو کې یووالي ته اړتیا لري او باید د سولې او امنیت لپاره کار وشي.
































