هلمند کې د حجارۍ او نجارۍ دولتي شرکت مسولین وايي، چې تولیداتو یې په ملي او نړیواله کچه ښه بازار موندلی دی. د هلمند د حجارۍ او نجارۍ دولتي شرکت د مسوولینو په وینا، په دې دولتي شرکت کې د حجارۍ او نجارۍ تر څنګ یې تازه د رخام ډبرې څخه په ساختماني کارونو کې د ځمکې د فرش جوړونې یا چپس کارۍ ماشینري هم فعاله کړې ده، چې په ملي او نړۍواله کچه یې ښه بازار موندلی دی. د هلمند ولایت د حجارۍ او نجارۍ دولتي شرکت ۱۳۴۱ هجري لمریز کال کې په فعالیت پیل کړی دی، چې په دوو برخو کې فرنېچر او د رخام له ډبرو جوړ ډبرین تولیدات لري. دې دولتي شرکت کې د هلمند رخام ډبره تر پروسس وروسته جوړ او د پلور لپاره ایښودل کېږي. د دې شرکت مسوولین وايي، د تېرو کلونو په پرتله یې فعالیتونه ګړندي شوي دي.
































