د جاپان مېنيچي شيمبون ورځپاڼې د دغه هېواد له لومړي وزير فوميو کيشيدا څخه د جاپانيانو د ملاتړ په اړه یوه نظر پوښتنه ترسره کړې ده. د نظرپوښتنې پایله ښودلې، چې له لومړي وزیر فوميو کيشيدا د جاپانيانو د ملاتړ کچه ۲۶ سلنې ته راټيټه شوې او دا کچه يې په تېرو دوو مياشتو کې تر ۳۰ سلنې کمه شوې ده او په وروستيو درېيو میاشتو کې يې د خپلو هېوادوالو د ملاتړ په کچه کې ۹۱ سلنه ټيټوالی راغلی دی. د نظر پوښتنې پایلې دا هم ښودلې، چې د فوميو کيشيدا په مشرۍ د جاپان له واکمن ازاد او ډيموکراتيک ګوند څخه د جاپانيانو د ملاتړ کچه هم ټيټه او ۲۵ ښودل شوې او له دې وړاندې يې د ملاتړ کچه له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې ساتل شوې وه.
































