پښتونخوا کې مېشت لیکوال او د سیاسي چارو کارپوه خان زمان کاکړ وایي، د افغانستان په اړه د پاکستان په پارلمان کې د یو وکیل وروستۍ څرګندونې هیڅ د حیرانۍ وړ نه دي. نوموړي زیاته کړې، بېرسټر سیف چې په پارلمان کې څه ویلي هغه د نوموړي شخصي نظر نه بلکې دا په افغانستان کې د پاکستاني حکومت پخوانۍ او پخه پالیسي ده. کاکړ ویلي، کومې څرګندونې چې د پاکستان په پارلمان او یا هم د دې هېواد د رسنیو له لوري د افغانستان په اړه کېږي د پاکستاني حکومت د پالیسیو عکاسي کوي. د ده په خبره، افغانستان کې د پاکستاني حکومت فکر او پالیسي تر هغه څه سل ګنده کرکجنه ده او متشدده چې د پارلمان غړي یې وایي.
































