د کندوز علي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي او وايي چې هره ورځ د اوبو ترلاسه کولو په موخه څو کیلومټره پلی مزل کوي. دوی له سرپرست حکومت غواړي، چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي. خو د کندوز سیمییز مسوولین وايي، هڅه کوي، چې د څښاک پاکو اوبو په برخه کې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته رسیدګي وکړي. کندوز د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې اوسېدونکي یې د وروستیو وچګالیو له امله زیانمن شوي دي.
































