د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي چې د پاکستان په ګډون له نورو ګاونډیانو سره هم ټرانزیټي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي. د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وایي چې اوسمهال مرکزي آسیا له جنوبي آسیا سره د افغانستان له لارې نښلول شوې او همدارنګه افغانستان هم د جنوبي آسیا او مرکزي آسیا هېوادونو له لارې له نورې نړۍ سره وصل شوی چې اوس لرې هېوادونو ته هم صادرات لري. په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وایي چې له پاکستان سره ټرانزیټي ستونزې حل شوې او اوس دوی د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته صادرات کوي. د اقتصادي چارو کارپوهان ټرانزیټ د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او په نړیواله کچه د باور زیاتېدو لپاره ګټور بولي.
































