د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې هېڅ ښوونځی ودانۍ نهلري او زدهکوونکي د خېمې لاندې په پرانیستې فضا کې درس وايي. د غزني اجرستان ولسوالۍ د پوهنې امر محمد حنیف حنفي وايي، په دې ولسوالۍ کې د ۱۳ښوونځیو له ډلې یو ښوونځی هم ودانۍ نهلري. حنفي وايي، په دغو ښوونځیو کې شاوخوا پنځه زره زده کوونکي په زدهکړو بوخت دي. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، ښوونځي يې ودانۍ نه لري او ماشومان يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. د دې ولسوالۍ د ښوونځيو د امرینو په وینا، د کتابونو او قرطاسیه نشتوالی نورې هغه ستونزې دي، چې ورسره لاس او ګرېوان دي. بل خوا د غزني د والي په خبره، په اجرستان ولسوالۍ کې د ښوونځیو د ودانیو نشتون ستونزې حل لپاره يې هڅې پېل کړې دي.
































