پاکستاني رسنیو ویلي، چې له چین څخه یوه سوداګریزو محموله د پاکستان له لارې افغانستان ته استول شوې ده. د راپورونو له مخې، په کالیو بار یاده محموله د خنجراب له لارې د چین له کاشغر څخه پاکستان ته داخل شوې چې وروسته به کابل ته ورسېږي. په دې اړه پرون د پاکستان په شمال ختیځ کې د ګلګت بلتستان سیمه کې د دې سیمې او د خیبر پښتونخوا ایالت د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې یو لړ مراسم هم نیول شوي وو. د معلوماتو له مخې په دغه ترانزیټي لارې د سوداګریزو توکو لېږد به ۷۰ سلنه او د ټرانسپورټ لګښت به یې ۳۰ سلنه کم شي.
































