د پکتیکا د ټولګټو چارو ریاست مسوولین د دغه ولایت له مرکز ښرنې تر سردې بند د ۲۳ کیلو متره سړک د بیا رغونې له چارو خبر ورکوي. د دغه سړک چارو د پیل پرمهال د یاد ولایت والي وویل، چې دغه سړک د بیا رغولو چارې د ټولګټو چارو وزارت په مالي لګښت تر سره کېږي چې پرې ۸ میلیونو افغانۍ لګښت راځي. په ورته وخت کې د ټولګټو چارو رییس محمداکبر عادل وویل، د یادې پروژې سربېره سږ کال پکتیکا کې درې نورې منظور شوي پروژې تر لاس لاندې لري، چې کارونه به یې په نږدې ورځو کې پیل شي.
































