د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر د انجې طبي بوټو له یو شمېر م سوداګرو سره کتلي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې سوداګرو له سرپرست وزیر څخه وغوښتل، چې د دغه بوټي د صادرولو او له سیمې څخه ښارونو ته د انتقال لپاره آسانتیاوې برابرې کړي. د کرنې سرپرست وزیر سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی غوښتنو ته به پاملرنه وکړي او د دوی د ستونزو د حل په موخه به اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړي.
































