د فراه ولایت په شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۱۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران هېواد ته ګرځول شوي دي. د دغه ولایت د شیخ ابونصر فراهي د سټنډرډ ملي ادارې آمر عطاءالله ابرار اغا ته ویلي، چې یادې ادارې د شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۱۳ ټانکره بې کیفیته تېل چې د یادې ادارې له سټنډرونو سره برابر نه وو بېرته ایران ته ګرځول شوي دي، ابرار اغا زیاته کړې، چې هېچا ته به د بې کیفیته توکو د واردولو اجازه ور نه کړل شي. هېره دې نه وي، چې په دې سره په شاوخوا یوه اونۍ کې ایران ته د بېرته مسترد شویو تېلو اندازه ۵۸ ټانکرو ته ورسېده.
































