د سرپرست حکومت مشر د سترې محکمې له رییس او د کرنې اوبو لگولو او مالدارۍ له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې ستره محکمه دې د قبالو د وېش بهیر پیل كړي. نوموړي ویلي، داچې له پخوا راهیسې په افغانستان کې محاكم قبالې په کاغذي بڼه ورکوي نو اوس دې ستره محکمه هم د قبالو وېش په کاغذي بڼه پیل کړي. د ده په خبره د برېښنایي قبالو ورکړه دې تر هغه وخته پورې وځنډيږي ترڅو د ټولو ولایتونو لپاره یې سیستم نه وي جوړ شوی. د يادونې وړ ده چې د قبالو د توزیع په اړه د سرپرست حکومت د مشر لارښوونه د سترې محكمې د دارالانشاء عمومي رياست لخوا د هېواد ټولو محاکمو ته استول شوې ده.
































