د امریکا دفاع وزارت د هغو راپورونو پخلی کړی دی چې ویل کېدل د افغانستان له پنځه اډو څخه امریکایي ځواکونه وتلي دي. د یاد وزارت ویاند جانتن هافمن وایي، دوی له طالبانو سره د شوې هوکړې پر بنسټ افغانستان کې له پنځه اډو څخه خپل ځواکونه ایستلي او یادې اډې یې افغان لوري ته سپارلې دي. نوموړي ویلي، دوحه کې د طالبانو او امریکایي لوري تر منځ لاسلیک شوې هوکړه کې ژمنه شوې وه چې امریکا به په ۱۳۵ ورځو کې له خپلو پنځه اډو څخه سرتېري وباسي او په دغه هېواد کې به د خپلو پوځیانو شمېر راکموي نو دوی خپل مسوولیت ادا کړی دی او په خبره یې؛ اوس د تاوتریخوالي کمښت او بین الافغاني خبرو پیل وار دی څو په پایله کې یې افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې امریکا به په افغانستان کې د خپلو او متحدینو د ګټو ساتلو لپاره اړین ظرفیتونه او سرتېري وساتي، څو له نړیوالو ترهګرو سره جګړه او افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکړي.
































