د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي او د جاپان سفیر د همکاریو د دوام، د مالي مرستو د زیاتوالي او د دې هېواد اړوند د هغو پروژو د بشپړولو په هکله ډاډ ورکړی، چې تر اوسه بشپړ شوې نه دي.د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وايي، چې هېواد یې له کرنې وزارت سره همکارۍ ته لېواله دی او هڅه کوي، چې د اقليمي بدلون، د اوبو مديريت، وچکالۍ، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې او داسې نورو برخو کې خپلې پروژې پلي کړي.
































