د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره د مخه ښې په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې په کلني ډول ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې دي. په دې کتنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې سرپرست حکومت غواړي له ترکيې سره په سياسي، اقتصادي، تجارتي، تعليمي او ښوونيزو برخو کې اړيکې پراخې کړي. نوموړي دغه راز هیله څرګنده کړه، چې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
































