د امریکا ولسمشر جوبایډن یوځل بیا له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او زیاته یې کړه، چې له دې هېواده په وتلو سره یې دا ښکاره کړه چې نوره د دې اړتیا نه وه چې له ترهګرۍ د مبارزې لپاره دې په هغه هېواد کې پوځیان دایمي حضور ولري.نن د اګست په۳۱ مه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو دوه کاله پوره شول او د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.له سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې بایډن دغه راز ویلي چې امریکا به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
































