د سویلي افریقا یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۵۲ کسان مړه شوي.
نړیوالې رسنۍ وايي، چې د جوهانسبرګ ښار په یوې پنځه پوړیزه ودانۍ کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې ۵۲ کسان مړه او ۴۰ نور ژوبل شوي دي. د سرچینې په خبره تر اوسه د اورلګېدنې لامل څرګند نه دی او په اړه یې پلټنې روانې دي.
































