نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د خوراکي او نورو اړینو حیاتي توکو بیې لوړېدو ته په اشارې ویلي چې ښایي په دغه هېواد کې د فقر کچه ۵۵ څخه ۶۱ تر ۷۲ سلنې ته لوړه شي. په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د یادې ادارې په راپور کې افغانستان کې د فقر کچه ۵۵ سلنه ښودل شوې وه خو اوس یې په تازه راپور کې ویلي چې د کرونا له امله ښایي د افغانستان د عوایدو کچه کمه او ورسره د فقر هغه لوړه شي. راپور کاږي، روان میلادي کال کې د افغانستان اقتصادي وده، منفي ۷.۴ سلنه ښودلې شوې ده. نړیوال بانک دغه راز ویلي چې د روان وضعیت ښه والي لپاره به له افغان حکومت سره پر ځینې لنډمهاله او اوږدمهاله اقتصادي پروګرامونو باندې کار وکړي.
































