کابل ښاریان د حکومت د امنیتي میثاق پر نوې طرح چې د جنايي جرمونو مخنیوي لپاره به امنیتي سرتیري په شخصي جامو کې ګزمې کوي غبرګون ښيي او وایي چې دا چاره ناوړه عواقب لري، چې ورسره به امنیتي پېښې زیاتې شي او لا زیات فساد ته به زمینه برابره کړي.
دوی وايي، نشي کولای چې د شخصي جامو د پولیسو او جنایتکارانو ترمنځ تفکیک وکړي، چې په وینا یې ښايي جنایتکاران د دغو پولیسو له نامه څخه په ګټې اخیستو په جنایتونو لاس پورې کړي.
کورنیو چارو وزارت د یادې طرحې له مخې په ښار کې کوچنۍ پوستې راټولیږي او یو شمېر پولیس به په شخصي جامو کې د مجرمینو د نیولو او د نورو پولیسو د کړنو د څارلو دنده پر غاړه ولري.
په ورته مهال د ولسي جرګې غړي او نظامي کارپوهان د دغو پولیسو له ایجادېدو سره مخالفت کوي او زیاتوي، چې ښايي له دې سره امنیتي پېښې زیاتې او پراخ فساد ته لار هواره شي.
































