د امریکې سوداګرۍ وزارت د اګست په ۳۰مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د سږ کال په دوهمې ربعې کې د دغه هېواد د کورني تولید ارزښت ۲،۱ سلنه زیات و، خو دا د ابتدايي شمېرې په نسبت ۰،۳ سلنه ټيټوالی ښيي.
اعلاميه وايي، چې د ياد شمېر ټېټيدل د شخصي پانګونې لېست( private inventory investment) او په غیر استوګنيزو برخو کې د ثابتې پانګونې کمښت په ګوته کوي.
(هیله)
































