د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزیر وانګ يي د اګست په ۳۰مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د بريتانيا د بهرنيو چارو او پرمختګ وزير جېمز کلېويرلي سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږیدلی دی.
وانګ يي ويلي، چې هېواد يې د بريتانيا د لوی هېواد مقام او ځانګړي رول ته په درنه سترګه ګوري او د چين او بريتانيا ترمنځ د ثابتو او متقابلو ګټو لرونکو اړیکو د پرمختګ لپاره هڅې کوي.
نوموړي ويلي، چې چين او بريتانيا لوی هېواونه دي او د پيچلي نړيوال وضعيت پر وړاندې بايد خپل مسئوليتونه پر غاړه واخلي او خپلمنځي اړيکې باید ښې پر مخ یوسي.
کلېويرلي د بريتانیا او چين ترمنځ فعالې اړيکې د دواړو هېوادونو د خلکو او نړۍ لپاره ګټورې بللي او ويلي يې دي، چې هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د نظريو تبادلې د زياتوالي لپاره ورسره هڅې کوي.
نوموړي ويلي، بريتانوي تصدۍ په تمه دي، چې له چين سره زیاتې همکارۍ وکړي.
دواړو خواوو د اوکراين بحران او د کوریا ټاپووزمې د اټومي مسئلې په اړه هم د نظريو تبادله کړې ده.
































