د طالبانو له لوري د بریدونو له ډېرېدو سره هممهاله د امریکايي ځواکونو کمول د اندېښنې وړ مسئله ده. واشنګټن ایکزماینر نشریې په یوه مقاله کې په افغانستان کې روان وضعیت ته کتنه کړې ده. په دغه مقاله کې راځي چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلو برخو کې بریدونه ډېر کړي دي او افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د سرچینې په خبره په سمنګانو کې د طالبانو تر یوه خونړي برید یوه ورځ وروسته امریکا اعلان وکړ چې زرګونه عسکر یې له افغانستان ایستلي دي. نشریه کاږي د جګړو ډېرېدل او د امریکايي ځواکونو وتل د اندېښنې وړ مسئله ده او امریکا باید د سولې هوکړې د عملي کولو لپاره هر ګام په پوره دقت واخلي. دغه نشریه داسې مهال په افغانستان کې پر تاوتریخوالي اندېښنه ښيي چې ناټو، امریکا، اروپايي ټولنې او افغان حکومت ټولو پر طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی دی، خو دغه ډلې رد کړی.
































