د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو دفتر مشر وانګ يي د اګست په ۲۹مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د عرب پارلماني اتحاد له مشر عادل العسومي اوشومي سره لېدلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږېدلی دی.
وانګ يي په دغې ليدنه کې ويلي، چې چين او عربي هېوادونه دې يو بل څخه کلک ملاتړ او ژورې همکارۍ وکړي او د کلتور او تمدن تبادلې دې زياتې کړي. نوموړي مصر، سعودي عربستان او عربي متحده امارات ته مبارکي ويلې، چې په دې وروستيو کې يې د برېکس ميکانيزم رسمي غړيتوب ترلاسه کړی دی.
وانګ يي زیاته کړې، چې د منځني ختيځ راتلونکی او برخليک باید د سيمه ييزو هېوادونو او خلکو په لاسونو کې واخيستل شي او په وينا يې، چين له دې څخه ملاتړ کوي، چې د فلسطين مسئله ژر، عادلانه او مناسب ډول حل شي.
اوشومي عادل العسومي ويلي، چې عرب هېوادونه چين ته د باور وړ ستراتيژيک ملګري په سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې نورې هم پياوړې شي.
نوموړي د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يو لړ مهمو وړانديزونو هم لوړه ستاينه کړې ده.
































