د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې تیره ورځ له غرمې وروسته ددې ولایت د ياوان ولسوالۍ د شينګان په کلي کې یو هیلو کس ډوله موټر له سړک څخه پریوتی، چې له کبله یې د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي. د سرچینې په خبره، چې ددغې کورنۍ غړي واده ته پر لاره ول، چې د موټر چلوونکي په ګډون ټول سپاره کسان په دې پیښه کې مړه شوي دي.
































