کرملین وايي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د دوشنبې په ورځ له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره وګوري. کرملین ویلي، چې دا لیدنه په دې هیله کیږي چې دغه دواړه مشران به وکولای شي د غلو د خوندي لیږد په مقصد پخوانی تړون بیرته راژوندی کړي.د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د پنجشنبې په ورځ مسکو ته د سفر پر مهال وویل چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو د لېږدولو تړون بیا راژوندي کول د خوراکي توکو د خوندیتوب لپاره مهم دي.
































