د دایکندي امنیتي مسوولین وايي چې دوه تنه ځوانان د دغه ولایت په «هلمند» سیند کې ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د دایکندي د امنیې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یاد ځوانان د کبانو نیولو په موخه د میرامور ولسوالي «پایچُلُنګ» سیمه کې د هلمند سیند ته تللي وو چې ډوب شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې مړه شوي کسان حسینداد او نورمحمد نومېدل چې ۲۲ او ۲۵ کاله عمرونه یې لرل او د میرامور ولسوالي د «میرغلام» کلي اوسېدونکي وو. د خبرپاڼې له مخې، د سیمې اوسېدونکو دواړي مړي له اوبو را اېستلي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.
































