افغان حکومت وایي پاکستان په کونړ کې اوربند ته غاړه اېښې ده. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستاني عسکرو تېره ورځ پر افغان خاوره د توغندیو بریدونه کړي چې افغان ځواکونو یې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی. د پاکستاني عسکرو په بریدونو کې شپږ ملکیان وژل شوي او نهه کسه نور ټپیان دي. بهرنیو چارو وزارت وایي د پاکستان دغه ډول کړنې له ټولو قوانینو سره په ټکر کې دي او باید له دغه ډول کړنو لاس په سر شي. د بهرنیو چارو وزارت وایي پاکستاني لوري هوکړه کړې چې په سیمه کې به د ستونزې د حل لپاره ددواړو هېوادونو د سمه ییزو مسوولینو ترمنځ غونډه کېږي او هڅه کېږي ستونزه له معقولو لارو حل شي. دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني عسکر پر افغان خاوره بریدونه کوي او عامو افغانانو ته تلفات اړوي خو حکومت یې پر وړاندې لکه څومره چې اړتیا ده غبرګون نه دی ښودلی.
































