د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۳۱مې نېټې د کوريا جمهوريت له بهرنيو چارو وزير پارک جين سره ټيليفوني خبرې کړې دي.
وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې د کوريا جمهوريت په اړه خپلې تګلارې ته دوام ورکوي او ثابته به یې وساتي.
نوموړي ويلي، د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا خپل خوځنده ځواک لري او باید د درېیم اړخ له خوا اغېزمنې نه شي.
وانګ يې زياته کړې، چې چين او کوريا جمهوريت دې د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو اصل ته غاړه کيږدي، د دوستانه همکاريو په سم لوري دې عمل وکړي، د متقابل تفاهم پياوړتيا ته دې دوام ورکړي، د بهرنيو عواملو د مداخلې مخه دې ونيسي، ايډيالوژيکي کرښې دې نه جوړوي، د ثبات ټينګښت ته دې ګډه وده ورکړي او د راتلونکيو ۳۰ کلونو لپاره دې خپلمنځي دوامدارې او ژورې اړيکې ټينګې کړي.
پارک جين کوريا جمهوريت او چين نژدې ګاونډيان او مهم ملګري بللي دي.
نوموړي ويلي، چې سږ کال د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د دوهمې دېرشمې کاليزې پيل دی او هېواد يې د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو لاسته راوړنې ډېرې مهمې بولي او پرمختګ ته به يې دوام ورکړي.
پارک جين ويلي، هېواد يې له چين سره د لوړې کچې تبادلې او ډيالوګ د پياوړتيا، د خلکو تر منځ د کولتوري تبادلې د ژورتيا، د متقابل تفاهم د ښه والي او د دواړو اړخونو ترمنځ د سالمو اړيکو د ټينګېدو په لټه کې دی.
هغه زياته کړې، چې کوريا جمهوريت له کومو هیوادونو سره د تولید او عرضې ځنځيرونو د غوڅولو اراده نه لري او له چين سره د اقتصادي اړيکو پرې کول نه يوازې له امکان څخه لرې، بلکې مناسبه لار يې هم نه بولي.
کوريا جمهوريت غواړي، له چين سره متقابلې ګټورې همکارۍ پياوړې کړي، د توليد او عرضي ځنځيرونه ورسره ثابت وساتي او په ګډه ورسره د سيمه ييزې اقتصادي ودې هڅونه وکړي. (ژباړه: شکريه)































