د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ په دې وروستيو کې د ان هوی ولايت د چیان شان یه جای منځني ښوونځي هغو ۲۰ زده کونکو ته ځوابي پيغام ليږلی، چې په نظامي اکاډمۍ کې نوي داخل شوي دي.
شي جين پينګ په پيغام کې زده کوونکي زده کړو ته هڅـولي دي.
د چیان شان یه جای منځنی ښوونځی د ان هوی ولايت د دا بي شان غره په انقلابي زړه سیمه کې موقعیت لري او د ملي دفاع زده کړې پکې ورکول کيږي.
سږ کال دغه ښوونځي ته له ۱۰۰ زیاتو زده کونکو په نظامي اکاډمیو کې د شموليت غوښتنليکونه وړاندې کړي، چې ۲۰ کسان يې په ۹ نظامي اکاډمیو کې داخل شوي دي.
دغو ۲۰ زده کونکو څه موده مخکې رئیس شي جین پینګ ته يو لیک لیږلی و او خپل باور او هوډ یې پکې څرګند کړی دی او پکې يې ويلي وو، چې دوی خپل ځانونه ملي دفاع ته وقف کړي او د اردو ليکې به پیاوړې کړي.































